ایکنا خبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د افغانستان په شمال کې په سالنګ ټونل کې د اور د لګیدو له امله دځينو خبری سرچینو په قول نهه کسان وژل شوي او کابو دیرش نور ټپیان شوي دي،البته ځينی سرچینې وائي چې یو کس پکې وژل شوی او کابو پنځه ویشت نور پکې ټپیان شوي دي.په دې اړه د افغانستان له ننګرهاره د تهران ریډیو پښتو خپرونې د خبریال راپور هم ستاسو خدمت ته وړاندې کوو.